رفیع الله کاکړ د پښتون تحفظ تحریک په اړه خبرې کوي
رفيع الله کاکړ خپلې لوړې زده کړې د برتانيا له اوکسفرډ پوهنتون څخه کړې دي او د پرمختيايي چارو پوه دی.
رفيع الله کاکړ خپلې لوړې زده کړې د برتانيا له اوکسفرډ پوهنتون څخه کړې دي او د پرمختيايي چارو پوه دی.
د دغه فدراسیون مسوولین وايي، د غوره موترسایل ځغفلونکو تر غوره کولو ورسته به دوی بهرنیو سیالیو ته ولېږي. خو دوی د یو شمېر ستونزو یادونه هم کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې: ویډیو او اېډېټ : تمیم اخګر
د سوریې پوځ وایي، د عراق پولې ته نېږدې د فرات سیند په لوېدیځ کې ېې یوشمېر کلي له کرد ملېشو چې امریکایي ملاتړ کوي، نیولي دي. د سوریې دولتي ټلوېزیون نن وویل چې دا کلي په هغو سیمو کې دي چې د YPG په نوم د کردانو د خلکو د ساتنو ډلو په دیرالزور کې د اسلامي دولت ډلې څخه د عملیاتو په ترڅ کې نیولې وې. د اسلامي دولت ډلې پرضد عملیاتو کې د سوریې پوځ له دغو ملېشو سره چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو د اییلاف یوه برخه دي، ډېرځلې نښتې نه دي کړي او ځان یې د هغوی ترکنټرول لاندې، د فرات د سیند له ختیځو سیمو لیرې ساتلی دی. Читать дальше...
په سوات کې د پښتون تحفظ غورځنګ په جلسه کې زرګونه پښتنو ګډون وکړ. د یکشنبې د ورځې جلسې ته سلګونه ښځې او ماشومان ورغلي ول چې په لاسونو کې یې د خپلو کورنیو د ورکو غړو انځورونه او بینرې نیولې وې.
د راپورونو له مخې نن په سوات کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په لویه غونډه کې زرګونو کسانو ګډون کړی دی. دغې غونډې ته د سوات له بېلا بېلو برخو، د خیبر پښتونخوا ایالت، قبایلي سیمو او د بلوچستان له پښتون مېشته سیمو څخه زرګونه کسان ورغلي دي. د آزادي راډیو د مشال د څانګې خبریال وایي، دغې غونډې ته سلګونو ښځې چې د خپلو ورکو شویو عزیزانو انځورونه ورسره دي ورغلي او د منظور پښتین په مشرۍ له دې غورځنګه غواړي چې د هغوی په موندلو کې ورسره مرسته وکړي. له دې مخکې دغه غورځنګ د پاکستان په نورو سیمو کې هم ورته پراخې اعتراضیه غونډې جوړې کړې دي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو منځني ختیځ ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په خپل لومړني سفر کې پر ایران سخت انتقاد وکړ. نوموړی به په دې سفر کې په سیمه کې د امریکا متحدینو ته د ایران له اټمي موافقې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وتلو د ګواښ په اړه معلومات ورکړي. پامپیو په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا سلمان، له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عادل الجوبیر سره خبرې وکړي او ټاکل شوې نن د ورځې په وروستیو کې تلبیب او له هغې وروسته اردن ته ولاړشي. د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...
په هرات کې یوه ناپېژندل شوي خطاط له څلوېښتو کلونو وروسته خپل آثار نندارې ته وړاندې کړل. له هراته د آزادي راډیو خبریال وایي، شپېته کلن عبدالرشید حمیدي د خطاطۍ د مختلفو ډولونو ۴۵ هنري آثار په دغه نندارتون کې ایښې دي. ښاغلي حمیدي آزادي راډیو ته وویل چې دا یې د خطاطۍ د څلوېښتو کلونو نتیجه ده. ښاغلی حمیدي چې د هرات په یوه جومات کې ملادی او خلک یې د دیني عالم په توګه پېژني وایي چې خطاطي یې خپل پلاره زده کړې ده.
امنیتي ځواکونو په زابل کې يو ځانمرګی بريد کوونکی له بریده مخکې وژلی. ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې د يادې ولسوالۍ د ملي امنیت پر مدير او امنیه قوماندان ځانمرګی بريد وکړي چې له سیمې څخه د امنیتي ځواکونو د تېرېدو پر مهال هغوی ځانمرګی بريد کوونکی پېژندلی او له منځه يې وړی. د زابل د شاجوۍ ولسوال وزير محمد جوادي وویل چې د ځانمرګي بريد کوونکي په چاودنه کې دوه پوليس هم سربېرن ژوبل شوي، خو په خبره يې بل چاته زيان نه دی رسېدلی. نوموړي وویل چې پېښه نن غرمه دولس بجې د شاجوۍ ولسوالۍ په مرکز کې شوې. Читать дальше...
د امریکا متحد ایالتونه وايي، د ارمنستان حالات په ځیر څاري. په دې هېواد کې د واکمن ګوند پر ضد مظاهرې روانې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه بیان کې ویلي: "د ارمنستان د یوه دوست په توګه پر ټولو خواوو غږ کوو چې له خپل اساسي قانون سره سم د نوي حکومت د جوړولو لپاره په صداقت خبرې پیل کړي او یوې داسې پرېکړې ته سره ورسېږي چې د ټولو ارمنیانو ګټې منعکس کړي." په بیان کې دا هم راغلي چې امریکا د دوو خواوو ترمنځ د خبرو د زمینې د برابرولو لپاره د ولسمشر ارمین سرکیسیان د دفتر د هلوځلو ملاتړ کوي.
د روسیې د ځنګلونو د اوروژنې فدرالي اداره وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لیرې ختیځ کې په څه باندې اویا ځایونو کې لګېدلي اور شاوخوا ۱۸۷۰ کېلومتره ځنګل له منځه وړی دی. دغه مرکز ویلي چې ترټولو ستونزمن حالت په امور سیمه کې وه چې د خینجان په نوم د طبعیت د خوندي ساتلو ۳۷۰ کېلومتره سیمه هم پکې شامله ده. د دغه مرکز په وینا د اور وژنې په هڅو کې له ۲۸۰۰ زیاتو کسانو او د پنځه ویشتو الوتکو په ګډون ۴۹۵ وسایلو برخه اخیستې وه.
د ارمنستان د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان له خپلو پلویانو غوښتي چې د پلازمېنې ایریوان واټونه بند وساتي او د مې په لومړۍ نېټه د پارلمان له خوا د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره له رای ګیري مخکې په اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړي. پاشینیان چې د صدرات پست لپاره یوازینی مناسب کاندید بلل کېږي، نن یکشنبې وویل، که څه هم په هېواد کې سیاسي وضعیت بدل شوی او په ځینو برخو کې یوڅه پرمختګونه شوي، خو بیاهم دې ته اړتیا ده چې له تاوتریخوالي پرته د مدني نافرمانۍ په بڼه سوله ییز لاریونونه او د لارو بندول دوام ومومي. پاشینیان... Читать дальше...
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا ولسمشر «مون جيي ای» ته ویلي چې د خپلو اټمي ازموینو ځای به راتلونکې میاشت بند کړي. دغه څرګندونې د جنوبي کوریا د ولسمشر یوه ویندوی یون یانګ چن نن یکشنبه خبریالانو ته وکړې. هغه وویل، کیم دا هم ویلي چې ژر به د جنوبي کوریا او امریکا متخصصان ور وبولي چې د اټمي ازموینو د تاسیساتو د بندولو بهیر له نېږدې وویني او نړیوالو ته یې څرګند کړي. د توکیو اندېښنو ته په پام سره چې د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ د روغې جوړې په دغه بهیرکې جاپان له پامه غورځول شوی، د جنوبي... Читать дальше...
د هرات چارواکي د نامعلومو کسانو له خوا د یوې کورنۍ د اوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د دې ولایت په کُشک کهنه ولسوالۍ کې شوې او نامعلومو کسانو اووه تنه چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي وژلي دي. هغه وویل، لومړنۍ څېړنې ښیې چې دغه پېښه د کورنیو اختلافاتو له امله رامنځته شوې او پولیسو هڅې پیل کړي چې عاملان یې په نښه او قانون منګولو ته وسپاري. له دې مخکې هم د هرات په ګډون د افغانستان له نورو برخو د کورنیو شخړو او کورني تاوتریخوالي د خونړیو پېښو په اړه راپورونه ورکول شوي دي.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر وایي چې ډېر ژر به په هرات او کندهار ولایتونو کې خپلې قونسګرۍ پرانیزي. اوزان آرطغرل دغه څرګندونې نن د هرات له والي سره په کتنه کې وکړې. د هغه په وینا د دغو قونسلګریو په پرانیستل کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه او هم به د هرات او استانبول ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي. په اوس وخت کې په افغانستان کې د ترکیې یوه قونسلګري په مزار شریف کې فعاله ده.
د بغلان ولایت امنیه قوماندان د دغه ویډیو په خپرولو سره وایي چې تر ۵۰ ېیرو وسله والو طالبانوته یې مرګ ژوبله اړولې ده. امنیه قوماندان زیاتوي چې طالبان هڅه کوي د بغلان ولایت یو شمیر مهیمي سیمي خپل کنټرل کي راولي چې، په خبره یې دا نا ممکنه ده. ویډیو: بشیراحمد غزالي ایډیټ: سباوون کاکړ
د پښتونخوا ولسي تحریک یوه مشر سید عالم مسود مشال راډیو ته وویل، د یکشنبې پر ورځ د درګۍ پر پوستې جلسې ته ورتلونکي خلک درول شوي ول خو وروسته انتظامي او امنیتي کارکوونکو پرېښودل.
په پاکستان کې د اقلیتي ورورولۍ احمدي فرقه وايي په تیر کال کې هم د دوی خلاف د امیتازي چلند او تشدد پېښو دوام وکړ چې پکې څلور احمدیان وژل شوي دي. خو حکومت وايي احمدیان هم په دې
د هزاره اېکشن کمېټۍ په نوم د یوې ټولنې مشر لیاقت علي هزاره وویل، دا پرلت اصلاً ښځو وهلی دی چې پکې دوی ورسره ملګري دي او د غوښتنو تر پوره کېدو یې د نه خوړلو هوډ کړی دی.
په کوټه کې لسګونه هزاره ګانو د هدفي وژنو ضد احتجاجي پرلت پیل کړی او وايي، د پاکستان حکومت دې ورته د تحفظ باور ورکړي. په دې پرلت کې زیاتره ښځې او ماشومان دي او ځېنو یې د نه خوړلو هوډ کړی. ویډيويي رپورټ وګورئ.
په افغانستان کې سیمه ییز مسؤلین او د ولایتي او ملي شورا یو شمېر غړي وايي، وسله والو طالبانو د «الخندق»...
د کندز ولایت خلک وايي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو په وار- وار له دوی سره په بېلابېلو مجلسونو او...
په افغانستان کې « د کار ملي کنفرانس» د جوړېدو په درشل کې، د یکشنبې په ورځ په کابل کې یو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو...
په سعودي عربستان کې د یوه ستر تفریحي مرکز د جوړېدو په مناسبت مراسم جوړ شول. دا تفریحځای د دغه هېواد د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د هغه پلان برخه ده چې غواړي په خپل محافظ کار هېواد کې اقتصادي ازادي راوړي او کلتوري پالیسۍ نرمې کړي. د سعودي عربستان پاچا سلمان او ولیعهد یې پرون شنبه له پلازمېنې ریاضه دباندې په قدیه سیمه کې په دې مراسمو کې ګډون وکړ. دا تفریحځای چې د کال به یو نیم میلیون سیلانیان ولري، پر ۳۳۴ کېلو متر مربع ساحه کې جوړېږي چې د نړۍ د مشهور او ستر تفریځای «ډیزني ورلډ» دوه نیم برابره به لوی وي.
د افغانستان د روغتیا وزارت پر ټولو کورنیو غږ وکړ چې خپل ماشومان د وژونکو ناروغیو په وړاندې واکسین کړي. د دې وازرت د وقایوي طب رئیس بشیراحمد حمید دغه غوښتنه نن په کابل کې په هغې غونډه کې وکړه چې واکسین موثر دی په نوم د واکسیناسیون د نړیوالۍ اوونۍ په مناسبت جوړه شوې وه. د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا تېر کال له یوه کال کم عمره هرو درېوو ماشومانو یویې د وژونکو ناروغیو په وړاندې له واکسینه پاتې شوی دی. د روغتیا وزارت وایي، کم عمره ماشومانو ته د هېواد په څه باندې دوه زره د واکسینونو په مرکزونو... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په افغانستان کې له سترو اقتصادي پروژو د هند او چین ګډ ملاتړ ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости