پاپ په یوه پیغام کې په نړۍ کې د سولې هیله کړې
د نړۍ د رومن کاتولیکانو مشر د عیسویانو د مذهبي جشن ایستر په مناسبت په یوه پیغام کې په نړۍ کې د سولې هیله کړې.
ایستر د عیسویانو په باور د عیسي(ع) د بیاظهور نېټه او د دوی په عقایدو کې تر ټولو سپېڅلی مناسبت دی.
پاپ فرانسس د ښار او نړۍ تر سرلیک لاندې د ایستر په مناسبت په دودیز پیغام کې په سوریه کې د انسان وژنې د سمدستي ختم او د فسلطینیانو او اسراییلیانو ترمنځ د پخلاینې لپاره غږ وکړ.
د نړۍ د عیسویانو مشر هیله وښوده چې په یمن او ټول منځني ختیځ کې به متقابل درناوی پر نفاق بریالی شي.
پاپ فرانسس د نړۍ په نورو برخو کې هم د سولې لپاره دعا وکړه.