نن شنبه ماښام د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالۍ رسماً پيلېږي
ټاکل شوې چې نن ماښام د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو ۱۱م پړاو رسماً پيل شي.
د انډين پریمرلیګ د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې به نن شنبه ماښام ممبي انډين لوبډله له چنايي سوپرکنګز لوبډلې سره مخامخ شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ای پي ال سیالۍ به ۵۱ ورځې دوام وکړي چې په کې به ټولې ۶۰ لوبې کېږي.
د کرکټ دغو سترو سوداګریزو سیالیو کې اته لوبډلې ګډون لري چې په درېیو کې یې څلور افغان لوبغاړي هم شامل دي.
راشد خان او نبي عیسي خېل د سن رایزر حیدراباد لوبډلې لپاره، مجیب ځدراڼ د د کنګز اکس ایلون پنجاب لوبډلې لپاره او ظاهر خان بیا د راجستان رائلز لوبډلې لپاره لوبېږي.
نبي او راشد هغه دوه لومړني افغان لوبغاړي وو چې تېر کال هم د حیدر اباد لوبډلې لپاره لوبېدلي وو.
څلورو واړو افغان لوبغاړو په ځانګړې توګه راشد او مجیب ته د لوبډلې د خاوندانو ډېرې سترګې دي چې د خپلو لوبډلو په ګټه به ښه وځلېږي.