عباسي: افغان حکومت مې طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل پېشنهاد منلی
![عباسي: افغان حکومت مې طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل پېشنهاد منلی](https://gdb.rferl.org/AC800447-D68B-4EA8-BF33-B1039C2A0D7C_cx34_cy6_cw34_w800_h450.jpg)
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي وايي، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د درېدلو خبرو د بیا پیلولو په اړه دده پېشنهاد منلی دی.
عباسي چې پرون جمعه يې په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل، نن شنبه په اسلام اباد کې وویل چې جګړه د افغانستان د لسیزو اوږدې شخړې د حل لار نه ده.
پاکستان طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې پېشنهاد هم ستایلی دی چې په کې طالبانو ته وړاندیز شوی چې که سوله وکړي، نو د یوه سیاسي ګوند په توګه به ومنل شي.
طالبانو د افغان حکومت دې پېشنهاد ته تر اوسه رسمي ځواب نه دی ویلی، خو دا ډله ټینګار کوي چې غواړي اول له امریکا سره خبرې وکړي.
پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د لومړنیو مخامخ خبرو کوربه و، خو د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې له اعلان وروسته، دا خبرې بې نتیجې پاتې شوې.