پوتین له انګلا مېرکل سره پر یو لړ مسایلو خبرې کړي
![پوتین له انګلا مېرکل سره پر یو لړ مسایلو خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/5D977007-AA16-4A85-883C-EAD361F7E6A4_w800_h450.jpg)
کرملېن وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره د سوریې د وضعیت او د بالتیک پایپ لاین د لانجمنې پروژې په اړه خبرې وکړې.
کرملېن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې پوتین تېره اوونۍ پر سوریې د امریکا، فرانسې او بریتانیا پر هوایي حملو انتقاد وکړ.
پوتین مېرکل ته وویل چې دغه برید د یرغل عمل دی چې د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ګڼل کېږي.
پوتین دغهراز ویلي چې دغه برید هغه پراخې هڅې سختې اغېزمنې کړي چې د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې د هواري لټه کوي.
د خبرپاڼې له مخې پوتین او مېرکل همدا شان د نورډ سټریم دوه په نوم د هغه پایپ لاین په اړه هم خبرې وکړې چې له روسیې پیلېږي او د بالتیک تر بحیرې لاندې تر جرمني پورې رسېږي.
انتقاد کوونکي وايي چې دغه پروژه به اروپایي اتحادیه د انرژۍ له پلوه تر ډېره پر روسیې متکي کړي او هم به ورسره د هغه هېواد د انرژۍ دولتي کمپنۍ شتمنې شي.
تېره اوونۍ مېرکل داسي نښې وښودې چې هغه له دغې پلان شوې پروژې د ملاتړ د کمېدو څرګندونه کوي.
مېرکل وویل، د دغې پروژې پر سیاسي اړخ هم باید غور وشي.