د بادغیس په مرکز قلعه نو کې په راکټي حمله کې یو پولیس ووژل شو
![د بادغیس په مرکز قلعه نو کې په راکټي حمله کې یو پولیس ووژل شو](https://gdb.rferl.org/DB555BA9-1E12-4D29-9037-DEA15CAE00E6_w800_h450.png)
د بادغیس په مرکز قلعه نو کې د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت پر یوه مرکز په راکټي حمله کې یو پولیس ووژل شو.
د بادغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې حمله نن سهار په شپږو بجو شوې ده.
د هغه په وینا، حمله د دولت مخالفانو کړې ده.
د بادغیس امنیه قوماندان ویلي چې تر حملې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته واستول شول او په نښته کې دوه وسله وال ووژل شول.
خو د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.