د تکواندو افغان ملي لوبغاړو پاکستان، ایران او عراق ته ماتې ورکړې
![د تکواندو افغان ملي لوبغاړو پاکستان، ایران او عراق ته ماتې ورکړې](https://gdb.rferl.org/E34138DB-10CC-4808-81F4-1B6E9A085CF9_cx15_cy8_cw41_w800_h450.jpg)
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو پاکستان، ایران او عراق ته ماتې ورکړې.
د تکواند د ملي ټیم روزونکي بشیر ترکي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، افغان لوبغاړو دا بریاوې د تکواندو په ۲۹م پړاو نړیوالو سیالیو کې تر لاسه کړې دي.
ښاغلی ترکی وايي، د ۱۲ هېوادونو تر منځ دا سیالۍ د ایران په ده فجر کې تر سره کېږي او تمه ده چې افغان لوبغاړي به مهم مډالونه تر لاسه کړي.
په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره ۱۶ افغان لوبغاړي تېره ورځ ایران ته ولاړل او نن يې د سیالیو لومړۍ ورځ وه.