چارواکي: په ننګرهار کې ۲۷داعش وسله وال وژل شوي
![چارواکي: په ننګرهار کې ۲۷داعش وسله وال وژل شوي](https://gdb.rferl.org/39001DE7-ADAD-47A1-9127-5A39F645E70E_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو تهاجمي عملیاتو کې ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختیځ کې د سېلاب قل اردو قوماندان نن وویل دا داعشیان په بټیکوټ، رودات، هسکې مېنې او دوربابا ولسوالیو کې وژل شوي دي.
دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونو پلې او هوايي قواو کړي دي.
سېلاب قل اردو وايي، د دې عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې مهم پټن ځایونه هم په نښه شوي دي.