د کابل پرلت کوونکي په افغانستان کې ۳ میاشتنی اوربند غواړي
![د کابل پرلت کوونکي په افغانستان کې ۳ میاشتنی اوربند غواړي](https://gdb.rferl.org/003393B5-A94A-4625-9C7E-39971B492154_cx27_cy8_cw34_w800_h450.jpg)
د کابل پرلت کوونکي په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د درېیو میاشتو لپاره د اوربند غوښتنه کوي.
دوی د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د سولې او افغان ژغورنې په نوم روان پرلتونه ناپييلي ولسي حرکتونه دي چې په جنګ کې له ښکېلو اړخونو سره هېڅ تړاو نه لري او په ټولو يو شان د اوربند او سولې غږ کوي.
د کابل پرلت يو غړی احمدالله وزیري وایي:
"د افغانستان په جنګ کې درې لوري ښکېل دي، طالبان، افغان دولت او د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه، موږ په درېواړو يوځايي غږ کوو چې حد اقل دې د درېیو میاشتو لپاره اوربند اعلان کړي او بیا دې د درېیو میاشتو په اوږدو کې د سولې مذاکرات پيل شي."
ښاغلی وزیري وايي، د ثور يا غويي په ۲۱ مه به په کابل کې د سولې او اوربند په نوم يوه لویه اجماع هم جوړه شي چې له لارې به یې دوی د نړیوالې ټولنې په ګډون، د جګړې ښکېلو لورو ته خپلې غوښتنې ورسوي.
په کابل کې د سولې او افغان ژغورنې په نوم د پرلت خېمه شااوخوا يوه میاشت مخکې ودرول شوه چې دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېده چې د کابل پرلت کوونکو د معلوماتو له مخې، اوس یې شمېر ۴۰ خېمو ته رسېدلی دی.