هند پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو لپاره د اعدام سزا تصویب کړه
![هند پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو لپاره د اعدام سزا تصویب کړه](https://gdb.rferl.org/A5DE4090-D734-4747-8AEC-35CB38C98304_w800_h450.jpg)
د هند حکومت پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو لپاره د اعدام سزا تصویب کړه.
نوي ډیلي دا ګام وروسته له هغې پورته کړ چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر یوې اته کلنې مسلمانې نجلۍ د یوې ډلې هندوانو جنسي تېري او د هغې وژل کېدو په ټول هند کې مظاهرې پورته کړې.
له ۱۲ کلونو په کم عمره ماشومانو باندې جنسي تېري کوونکي ته د اعدام سزا د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ د کابینې په غوڼده کې تصویب شوه.
په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په هند کې پر یوې نجلۍ د ډله يیز جنسي تېري تر پېښې وروسته چې په ټول هېواد کې يې اعتراضونه وپارول او په نړیواله سطحه وغندل شوه، سخت قوانین تصویب شول.
په هند کې یوازې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پر ماشومانو او ښځو د جنسي تېري ۱۱ زره پېښې ثبت شوې دي.