بیګ: د بادغیس د قادس ولسوالۍ ګلچین سیمه طالبانو نیولې
![بیګ: د بادغیس د قادس ولسوالۍ ګلچین سیمه طالبانو نیولې](https://gdb.rferl.org/C95A12FA-771A-47A2-80A6-7DFDAC6AD6CF_w800_h450.png)
د راپورونو له مخې د بادغیس د قادس ولسوالۍ د ګلچین سیمه وسله والو طالبانو نیولې.
که څه هم د باغیس چارواکو آزادي راډیو ته په دې اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه، خو د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ آزادي راډیو ته د دې خبر د تائید ترڅنګ وویل چې په دې سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو لوی مرکز وچې شاوخوا دوه سوه تنه پکې ځای پرځای و.
د هغه په وینا که وضعیت همداسې دوام وکړي ښایي تر نن ناوخت ټوله ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د بادغیس د ولایتي شورا یوه بل غړي محمد ناصر نظري ویلي چې دوه افغان سرتېري وژل شوي او شپږ تنه هم طالبانو له ځان سره بیولې دي.
وسله والو طالبانو افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړول کېدو ترڅنګ ویلي چې یوشمېر سرتېرو دوی ته تسلیم شوي دي.
په یوه بله پېښه کې تېره شپه نامعلومو وسله والو په قلعه نو کې د رایې ورکونکو د نوم لیکنې یو مرکز وسوځاوه.
د انتخاباتو د کمیسیون د سیمه ییزو چارواکو په وینا په دې پيښه کې د نوم لیکنې وسایلو ته زیان نه دی رسېدلې او د پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده.
له دې مخکې هم په دې ولایت کې د انتخاباتو د نوم لیکنې پریوه بل مرکز حمله شوې وه.