ولسمشر غني د کرکټ ټیم لوبغاړو ته دولتي مډالونه ورکړل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.
ښاغلي غني تېر ماښام په ارګ کې د کرکټ د ملي لوبغاړو سره وکتل او ټینګار یي وکړ چې د کرکټ لوبغاړو د هېواد ښه او اغیزناک استازیتوب کړی دوی د سولې واقعي سفیران دي چې زه او ټول ولس ورباندې ویاړو.
جمهور رئیس د کرکټ ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو له امله دوی ته مبارکي وویله او ویي ویل، تاسو د «افغانستان ډسپلین» د نړیوالو په ژبه راوړ او زما ارزو داده چې ډسپلین په ټول هېواد کې دود شي.
افغانستان تېره میاشت په زېبمابوې کې د نړیوال جام د غوراوی په سیالیو کې پرلپسې مهمې سیالۍ وګټلې او د ۲۰۱۹ نړیوال کرکټ جام ته یي لار پیدا کړه.