ایران د انټرنټي خدماتو د ځینو محلي مرکزونو جواز لغوه کړ
![ایران د انټرنټي خدماتو د ځینو محلي مرکزونو جواز لغوه کړ](https://gdb.rferl.org/2D794864-D334-4D44-9CF3-C9E1A4D65874_cx29_cy21_cw70_w800_h450.jpg)
ایراني چارواکو د انټرنټي خدماتو د هغو محلي مرکزونو جواز لغوه کړی دی چې د تیلیګرام د پیغامونو اپ کاروي.
د ایران د مخابراتو وزارت ویلي دي چې دا ګام د دې وزارت د انترنتي چارو د ادارې په امر اخیستل شوی دی.
د مخابراتو وزارت ویلي دي چې دا پرېکړه ښايي په ایران کې د تیلیګرام پر کیفیت اغیز وکړي.
د ایران د پارلمان یوه غړي تېره میاشت وویل حکومت به د امنیتي ملحوظاتو په خاطر د تیلیګرام خدمات بند کړي.
ویل کېږي چې په ایران کې شااوخوا ۴۰ میلیونه کسان تیلیګراف استعمالوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسيې یوې محکمې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د تیلیګرام د خدماتو د بندولو حکم ورکړ.
محکمې دا پرېکړه وروسته تر هغې وکړه چې د تیلیګرام د ادارې مشر د هیواد له امنیتي ادارو سره ددې اپ د کارونکو د پیغامونو له شریکولو انکار وکړ.