سټولټنبرګ: ناټو به له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي
![سټولټنبرګ: ناټو به له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي](https://gdb.rferl.org/816FEF63-1342-4EBB-8799-DE4A60BCEF19_w800_h450.jpg)
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ طالبانو ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پیشنهاد پراخ بنسټه او بشپړ وړاندیز بللی دی.
سټولتنبرګ نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل:
"ناټو به له افغانستان څخه خپل پوځي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکړي، طالبان باید پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به هېڅ کله بریالي نشي، موږ به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ ته دوام ورکړو."
ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران سبا ته به په بروکسل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.
د افغانستان په اړه د بروکسل په غونډه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او د افغانستان لپاره د ناټو ملکې استازي هم ګډون کوي.