د هرات چارواکي: نږدې ۲۰ کېلو ګرامه هیروئین نيول شوي
د هرات پولیسو د یو لړ عملیاتو په لړ کې نږدې ۲۰ کېلو ګرامه هیروئین نيولي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي مواد د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې په یو کور کې ځای پر ځای شوي وو چې د دوی د پولیسو لاس ته ورغلل.
نوموړی وايي:
"نیول شوي مخدره مواد ۱۹ کېلو او ۴۰۰ ګرامه دي چې زموږ د پولیسو لهخوا کشف او ترلاسه شوي. د دې موادو په تور لا تر اوسه څوک نهدي نیول شوي، خو عاملینیې پېژندل شوي او تر تعقیب لاندې دي."
دا پهداسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې د هرات پولیسو درې تنه د مخدره مواد د قاچاق په تور نیولي چې یو تنیې غوښتل ۲۵۰ کېلو ګرامه تریاک له هراته ایران ته قاچاق کړي.