روغتیا وزارت: ټولې کورنۍ باید خپل ماشومان واکسین کړي
![روغتیا وزارت: ټولې کورنۍ باید خپل ماشومان واکسین کړي](https://gdb.rferl.org/047437C7-DAA1-463C-B791-2FECD87C94BA_w800_h450.jpg)
د افغانستان د روغتیا وزارت پر ټولو کورنیو غږ وکړ چې خپل ماشومان د وژونکو ناروغیو په وړاندې واکسین کړي.
د دې وازرت د وقایوي طب رئیس بشیراحمد حمید دغه غوښتنه نن په کابل کې په هغې غونډه کې وکړه چې واکسین موثر دی په نوم د واکسیناسیون د نړیوالۍ اوونۍ په مناسبت جوړه شوې وه.
د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا تېر کال له یوه کال کم عمره هرو درېوو ماشومانو یویې د وژونکو ناروغیو په وړاندې له واکسینه پاتې شوی دی.
د روغتیا وزارت وایي، کم عمره ماشومانو ته د هېواد په څه باندې دوه زره د واکسینونو په مرکزونو کې د دیارلسو وژونکو ناروغیو په وړاندې په وړیا ډول واکسین ورکول کېږي.