په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لویه غونډه روانه ده
د راپورونو له مخې نن په سوات کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په لویه غونډه کې زرګونو کسانو ګډون کړی دی.
دغې غونډې ته د سوات له بېلا بېلو برخو، د خیبر پښتونخوا ایالت، قبایلي سیمو او د بلوچستان له پښتون مېشته سیمو څخه زرګونه کسان ورغلي دي.
د آزادي راډیو د مشال د څانګې خبریال وایي، دغې غونډې ته سلګونو ښځې چې د خپلو ورکو شویو عزیزانو انځورونه ورسره دي ورغلي او د منظور پښتین په مشرۍ له دې غورځنګه غواړي چې د هغوی په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.
له دې مخکې دغه غورځنګ د پاکستان په نورو سیمو کې هم ورته پراخې اعتراضیه غونډې جوړې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له حکومته غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې دې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په پلمه د پښتنو ځورونه پای ته ورسوي او د ورکوشویو کسانو د سرنوشت معلومولو او د بې محاکمې وژنو لپاره دې د حقیقت موندنې یوبې پرې کمیسیون جوړ کړي.