امریکا وايي، د امرنستان حالات په ځير څاري
![امریکا وايي، د امرنستان حالات په ځير څاري](https://gdb.rferl.org/F450B3C7-0B20-4D09-BC1A-A4A29DC84BF4_w800_h450.jpg)
د امریکا متحد ایالتونه وايي، د ارمنستان حالات په ځیر څاري.
په دې هېواد کې د واکمن ګوند پر ضد مظاهرې روانې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه بیان کې ویلي:
"د ارمنستان د یوه دوست په توګه پر ټولو خواوو غږ کوو چې له خپل اساسي قانون سره سم د نوي حکومت د جوړولو لپاره په صداقت خبرې پیل کړي او یوې داسې پرېکړې ته سره ورسېږي چې د ټولو ارمنیانو ګټې منعکس کړي."
په بیان کې دا هم راغلي چې امریکا د دوو خواوو ترمنځ د خبرو د زمینې د برابرولو لپاره د ولسمشر ارمین سرکیسیان د دفتر د هلوځلو ملاتړ کوي.