د ارمنستان د اپوزېسیون مشر له پلویانو غوښتي چې واټونه بند وساتي
![د ارمنستان د اپوزېسیون مشر له پلویانو غوښتي چې واټونه بند وساتي](https://gdb.rferl.org/B911855E-FFA3-4C8F-A2AE-D1E3D1CC56CB_w800_h450.jpg)
د ارمنستان د اپوزېسیون مشر نیکول پاشینیان له خپلو پلویانو غوښتي چې د پلازمېنې ایریوان واټونه بند وساتي او د مې په لومړۍ نېټه د پارلمان له خوا د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره له رای ګیري مخکې په اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړي.
پاشینیان چې د صدرات پست لپاره یوازینی مناسب کاندید بلل کېږي، نن یکشنبې وویل، که څه هم په هېواد کې سیاسي وضعیت بدل شوی او په ځینو برخو کې یوڅه پرمختګونه شوي، خو بیاهم دې ته اړتیا ده چې له تاوتریخوالي پرته د مدني نافرمانۍ په بڼه سوله ییز لاریونونه او د لارو بندول دوام ومومي.
پاشینیان وویل، موږد یوه ډېر مهم لاریون انتظارکوو او باید خپله کلکه اراده وښیو چې موږ نه ماتیدونکې یو.
په ارمنستان کې د هغه په مشرۍ د څو اونیو مظاهرو په نتیجه کې سیرژ سرژکیسیان د صدارت له څوکۍ استعفا ورکړه.
پاشینیان دغه رازهیله څرګنده کړه چې په راتلونکو دوو ورځو کې په واټونو کې پراخ اعتراضونه به د پارلمان غړي په دې قانع کړي چې دې د صدراعظم په توګه وټاکي.