د سوریې پوځ وايي له امریکا پلوه کرد ملېشو یې ځیني سیمې نیولي
د سوریې پوځ وایي، د عراق پولې ته نېږدې د فرات سیند په لوېدیځ کې ېې یوشمېر کلي له کرد ملېشو چې امریکایي ملاتړ کوي، نیولي دي.
د سوریې دولتي ټلوېزیون نن وویل چې دا کلي په هغو سیمو کې دي چې د YPG په نوم د کردانو د خلکو د ساتنو ډلو په دیرالزور کې د اسلامي دولت ډلې څخه د عملیاتو په ترڅ کې نیولې وې.
د اسلامي دولت ډلې پرضد عملیاتو کې د سوریې پوځ له دغو ملېشو سره چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو د اییلاف یوه برخه دي، ډېرځلې نښتې نه دي کړي او ځان یې د هغوی ترکنټرول لاندې، د فرات د سیند له ختیځو سیمو لیرې ساتلی دی.
د سوریې د ولسمشر بشار اسد ځواکونو تر ډېره د فرات په لوېدیځه برخه کې د سیمې په بیرته نیولو تمرکز کړی دی.