"جرګې د فریقینو ترمنځ کېږي، د وګړي او ریاست ترمنځ ایین وي"
په سوات کې د پښتون تحفظ غورځنګ په جلسه کې زرګونه پښتنو ګډون وکړ. د یکشنبې د ورځې جلسې ته سلګونه ښځې او ماشومان ورغلي ول چې په لاسونو کې یې د خپلو کورنیو د ورکو غړو انځورونه او بینرې نیولې وې.