پوتین پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره هند ته ځي
د کرېملین یوه لوړپوړي مقام ویلي چې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین به هند ته په سفر کې په اس څلور سوه دافع هوا سیسټمونو د هند د سمبالولو لپاره پنځه میلیارډه ډالري تړون لاسلیک کړي.
پوتین به سبا او بل سبا په هند کې وي او د دغه هېواد له صدراعظم ناریندرا مودي سره به وګوري.
مخکې له مخکې د امریکا دفاع وزارت ګواښ کړی چې که هند له روسیې نه پرمختللي دفاعي سیسټمونه واخلي د روسیې پر دفاعي څانګه د امریکا بندیزونه به تر پښو لاندې کړي.
امریکا سږ کال په روسیې بندیزونه لګولي.
هند له دې مخکې ویلي چې له واشنګتن غواړي څو د دغو دفاعي سیسټمونو په اخیستلو کې دغه هېواد ته خاص معافیت ورکړي.