د پاکستان حکومت اعلان کړی چې فاټا ته به د قامي مالياتي کميسيون له پيسو څخه درې سلنه برخه ورکوي. بلخوا به د فاټا انتظامي دفتر فاټا سېکريټېريېټ له منځه وړل کېږي او د دې سيمو ټولې انتظامي چارې به د خېبر پښتونخوا وزيراعلا سېکريټېريېټ پرمخ وړي.
د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د موبايل ټليفونونو د راجسټرولو لړۍ تر نامعلومې مودې غځولې ده. دا پرېکړه د پاکستان مخابراتو ادارې نن تر هغه وروسته وکړه چې پر موبايل کاروباريانو سربېره د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د انفارمېشن ټېکنالوجي کمېټيانو دا عمل غېرقانوني او د ولس په تاوان وباله.
د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د موبايل ټليفونونو د راجسټرولو لړۍ تر نامعلومې مودې غځولې ده. دا پرېکړه د پاکستان مخابراتو ادارې نن تر هغه وروسته وکړه چې پر موبايل کاروباريانو سربېره د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د انفارمېشن ټېکنالوجي کمېټيانو دا عمل غېرقانوني او د ولس په تاوان وباله.
د راپورونو له مخې ډزې نن ماسپښین یو افغان سرتېري د کندهار د والي په دفتر کې وکړې.
ولسمشر اشرف غني نن ماښام په یوه وینا کې د کندهار په حمله کې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د امنیت د رییس جنرال مومن حسین خېل مړینه تایید کړه خو د والي زلمي ویسا د برخلیک په اړه یې څه ونه ویل. مخکې له دې سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي و، چې په مړو کسانو کې ښاغلی ویسا هم شامل دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایې، د بای میټریک سیسټم به په انتخاباتو کې د درغلۍ په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.
حمید مهمند په یوه ځانګړې مرکه کې ددې کمېسیون د غړی او ویاند څخه په دې اړه خبرې کړی دي.
ویډیو: ابراهیم صافی او تمیم اخګر
ایډیټ: تمیم اخګر
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په يو بريد کې ووژل شو. هغه د وسله والو طالبان سره د سختې دښمنۍ لپاره پېژندل کېده او تور یې لګاوه چې هغوی د پاکستان لاسپوڅي دي خو طالبان او پاکستان دا تورونه نه مني. د ژوند په اړه یې نور معلومات د بشير ګواښ په ويډيو کې وګورئ.
د سوات له کالامه د درې ساعته لارې په واټن په خرخړي ډنډ کې ښایستونو او ښکلاګانو پړاو اچولی چې لیدو ته یې له لیرې لیرې وګړي په سېل ورځي. همداسې یوه ډله د زده کوونکیو ده چې نه یوازې د دغه ښایستونو نندارې ته ورغلي دي بلکې نورو ته د ورتلو بلنه ورکوي. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان یې ویډيو کښلې
ترکیي د سعودي عربستان د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي د قضیې په اړه پلټڼې بشپړې کړې، د امریکا دفاع وزیر جیم متیس له چین سره د پوځي اړیکو د ښه والي په لټه کې دی او د افغان پوځ ۸ معلول سرتیري د یو لړ لوبو لپاره اسټرالیا ته ورسېدل.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د پښتو موسيقۍ د دنيا خلک د ولي داد استاد په مړينه خواشيني دي او لوی تاوان يې بولي.
پاکستان وايي افغانستان سره په پوله به د اغزن تار لګولو پروژه پر خپل وخت سر ته رسوو.
افغان ولسمشر اشرف غني د کندهار د برید پلټنو امر کړی او د دې موخې لپاره یې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي ته دنده سپارلې
د افغانستان کندهار ولايت امنيه قوماندان، جنرل عبدالرازق په يو بريد کې وژل شوی دی.
د بامیانو ولایت یو شمېر اوسېدونکي په انتخاباتو کې د ګډون په اړه بیلا بیل نظرونه لري.
د ازادي راډیو خبریال عباس نادري له یو شمېر کسانو څخه په ټاکنو کې د ګډون په اړه پوښتلي دي.
ایډیټ: ابراهیم صافی
ولسمشر اشرف غني نن ماښام په یوه وینا کې د کندهار په حمله کې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق...
د کندهار مرستیال والي حاجي اغالالي دستګري ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په نننۍ پېښه کې د کندهار امنیه قوماندان...
په هلمند کې د افغانستان ولسي جرګې ته د وژل شوي نوماند عبدالجبار قهرمان جنازه د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې وشوه او بیا یې مړی د پارلمان ودانۍ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د چک جمهوریت د دفاع وزارت تائید کړه چې په افغانستان کې یې پنځه عسکر زخمیان شوي دي.
د چک جمهوریت د دفاع وزارت نن پنجشنبه د اکټوبر۱۸مه، وویل چې په بګرام کې پرون د دوی د عسکرو د ګزمې پر موټر انتحاري حمله وشوه او پنځه عسکر یې زخمیان شوو.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوعسکر یې ډېر زخمي شوی و، په بېړني ډول عملیات شوی او له خطره وتلی دی.
دحملې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.
د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار اسوشیتد پرېس ته ویلي چې پرون په بګرام ولسوالۍ کې په دې حمله کې دوه ملکي افغانان هم وژل شوي او درې زخمیان شوي دي. Читать дальше...
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، سټفان دې میستورا له خپلې دندې استعفې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې د بشار الاسد پوځ د ایراني او روسي ځواکونو په مرسته ډېرې سیمې سږکال ونیولې او د سولې لپاره د نړیوالو هڅو د بریالیتوب امکانات یې محدود کړل.
سټفان دې میستورا پرون، چهارشنبه د اکټوبر ۱۷مه، وویل چې د شخصي دلایلو له مخې یې د استعفی پرېکړه کړې ده.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، سټفن دې میستورا ویلي چې د بشار الاسد ځواکونو پرمختګ کړی خو دایمي سولې به یوازې هغه وخت ټینګه شي چې د ملګرو ملتونو ملاتړ ولري.
د ترکیې پېژندل شوې ارمنی عکاس، ارا ګولر مړ شو.
د ارا ګولر عکسونو په نړۍ کې ښه شهرت لري.
هغه د مرګ په وخت ۹۰ کلن و.
د ترکیې رسنیو نن، پنجشنبه د اکټوبر۱۸مه،وویل چې ارا ګولر په استانبول کې مړ شوی دی.
ارا ګولر څو لسیزې د استانبول ښار تور او سپین عکسونه واخیستل او نړیوال شهرت لري.
د اندرا ګاندي، سلوادور دالي، وینستن چرچل، سوفیا لورېن او پابلو پېکاسو په څېر، د پېژندل شوو نړیوالو شخصیتونو تور او سپین عکسونه هم چې ارا ګولر اخیستي دي، ډېر معروف دی.
د ترکیې حکومت سږکال په استانبول کې د ارا ګلر په نوم د عکاسۍ یو موزیم پرانیست.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او افغان امنیتي ارګانونه دا مني چې د دولت د وسله والو مخالفنو تر څنګ یو شمېر نورې کړۍ هم هڅه کوي ...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که هر څوک په انتخاباتي پروسه کې مجرم وپېژندل شي قانوني سزا به ورکړل شي...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د انتخاباتو په ورځ به د افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د تګ راتګ دروازې تړلي وي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون اووه نور کاندیدان د کاندیداتورۍ له وروستي لېست نه حذف کړل...
د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا د امریکا حکومت له لورې د افغانستان د سولې د بهیر د پرمخ بېولو لپاره د زلمي خلیلزاد ګمارنه يو مثبت ګام بولي...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России