Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 05.10.2018

زلمي خلیل زاد به نن اسلام اباد ته ورسېږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو رسنیو په حواله، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا دبهرنیوچارو وزارت ځانګړی استازی، زلمي خلیل زاد به نن ، شنبه د اکټوبر ۶مه ، اسلام اباد ته ورسېږي.   دا خبر د پاکستان یوه خبري سایټPakistan Today پرون خپور کړ خو د کومي ځانګړې سرچینې نوم یې نه د اخیستی . د امریکا دبهرنیوچارو وزارت د اکټوبر په ۳مه ، په یوه بیان کې وویل چې زلمی خلیلزاد افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ځي. د خلیل زاد د لس ورځني سفر هدف په افغانستان کې د حکومت او طالبانو... Читать дальше...

د کریکټ د غوره لیګ په سیالیوکې نن د کندهار او د ننګرهار لوبډلي مسابقه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن ، شنبه د اکټوبر ۶مه ، د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ یا پرېمیرلیګ په سیالیوکې د کندهار اتلان او د ننګرهار پړانګان لوبډلې سره مخامخ شي.   دا مسابقه په شارجه کې ده. د افغانستان د پرېمیرلیګ دریمه مسابقه به هم چې د کابل ځوانانو او بلخ قهرمانانو ترمنځ ده ، نن په شارجه کې وي. د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ په سیالیو کې پینځه لوبډلې ګډون لري چې د کابل ځوانان، د بلخ قهرمانان، دننګرهار پړانګان ، دپکتیا زمریان او د کندهار اتلان دي.  د کابل ځوانان لوبډلې کپټاني راشد خان ، د بلخ د قهرمانانو... Читать дальше...

د عفوې نړیوال سازمان: په انګوشیتیا کې سوله ائیزې غونډې جوړول د خلکو حق دی

Pa.azadiradio.com 

د عفوې نړیوال سازمان د روسیې د شمالي قفقاز په انګوشیتیا سیمه کې چې زرګونه کسانو مظاهرې پېل کړې، له اعتراض کونکو سره د پولیسو د سخت چلند د امکان په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.   د انګوشیتیا په مرکز ، مګاس کې پرون، جمعه داکټوبر ۵مه، څو زره کسانو له چیچنیاسره د ګډې پولې په اړه د خپل سیمېز پارلمان د پرېکړې پر ضد مظاهره وکړه. په مګاس کې تر دې یوه ورځ مخکې هم زرګونه اعتراض کونکي د سیمېز پارلمان د ودانۍ مخې ته چې وکیلانو له چېچنیا سره د پولې د وېش پر پلان رایګیري کوله، را غونډ شوي و او د هغوي له پرېکړې سره یې مخالفت څرګند کړ. Читать дальше...



ولسمشر غني به نن د شمال زون له امنیتي چارواکو سره غونډې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر، محمداشرف غني به نن ، شنبه، د بلخ ولایت له ټولو ولسوالانو او د شمال زون له امنیتي چارواکو سره جلا – جلا غونډې وکړي.   ولسمشر اشرف غني پرون بلخ ته ولاړ. د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد پرون ازادي راډیوته وویل چې جمهور رئيس به نن همدا راز په یوه لویه ولسي غونډه کې چې تر ۲۰۰۰ زیات کسان ور بلل شوي، وینا وکړي :  "  ولسمشر به په دې غونډه کې پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت ، پر فرهنګي مسایلو او همدا راز دبیا رغونې اوپراختیايي پروژو په اړه له خلکو سره خبرې وکړي" . د افغانستان... Читать дальше...

شهباز شریف به نن د پاکستان د احتساب محکمې ته ودرول شي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د اپوزیسیون مشر، شهباز شریف به نن، شنبه د اکټوبر ۶مه ، د پاکستان د احتساب محکمې ته ودرول شي.   د شهباز شریف د نیول کېدو خبر پرون خپور شو. شهباز شریف په پاکستان کې د مسلم لیګ نواز مشر او د پخواني صدراعظم ، نواز شریف ورور دی. د پاکستان د احتساب ملي ادارې پرون په یوه بیان کې وویل چې شهباز شریف په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور نیول شوی دی. خو مسلم لیګ نواز ګوند پر شهباز شریف لګېدلی تور رد کړی او یو سیاسي حرکت یې بللی دی.

په کندهار کې ۳ ښځې او یو ماشوم په هوايي حمله کې وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې چارواکو تائید کړه چې په معروف ولسوالۍ کې ۳ ښځې او یو ماشوم د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي حمله کې وژل شوي دي.   د کندهار د والي ویاند، عزیز احمد عزیزي پرون ، جمعه ،اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي چې دا پېښه په معروف ولسوالۍ کې د افغانستان د هوايي ځواکونو د تېروتنې له امله شوې ده.  د عزیزي په وینا، د تېرې پنجشنبې په شپه ، په دې حمله کې ۷ ښځې او یو کوچنی زخمیان شوي هم دي. هغه ادعا کړې چې په معروف ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر څو کلیو حمله کړې وه او د خلکو په کورونوکې پټ شوي و. د... Читать дальше...

اروپایي شورا د کرویشیا حکومت ته د کډوالو په اړه یو لیک استولی

Pa.azadiradio.com 

د اروپا شورا د کرویشیا پر حکومت ږغ کړی چې له ورغلو کډوالو سره د خپلو پولیسو د"ناوړه چلند " د ادعاوې وڅېړي.   اروپایي شورا د کرویشیا حکومت ته د سپټمپر په میاشت کې د خپلو اندېښنو یو لیک استولی و چې پرون، جمعه د اکټوبر۵مه ، په رسنیو کې خپور شو. په لیک کې دکرویشیا له حکومته غوښتنه شوې چې له ورغلو کډوالو سره د "تشدد" او په "ډله ائیزډول " د هغوي د "شړلو " په اړه ټول ثبت شوي اسناد وڅېړي او سپیناوی یې وکړي. لیک د اروپايي شورا د بشري حقونو کمشنرې ، دونیا میاتوویچ لاسلیک کړی او د کرویشیا د صدراعظم، اندرې پلنکویچ په ادرس استول شوی دی. Читать дальше...



چارلي چاپلین د کابل واټونو ته خوښۍ راوړي

Pa.azadiradio.com 

په دې راپور کې هغه هنرمند پېژنئ چې د کابل پر واټونو د انګلیسي مشهوره هنرمند چارلي چاپلین تقليد کوي. کريم اسير وايي، له دې کاره یې هدف دا دی چې د ځانګړو پیغامونو رسولو تر څنګ د ښار اوسېدونکي وخندوي.

ازادي سټوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او هند مشرانو ې ۵ میلیارده ډالریز دفاعي تړون لاسلیک کړ. د ۲۰۱۸ کال د سولې نوبل جایزه یزیدۍ نادیه مراد او افریقايي ډنیس موکویګه وګټله او دا یکشنبه د نړۍ د ازادو مبارزو دوه وتلي لوبغاړي روسی حبیب نورمحمدوف او ایرلندی کانر مکګریګور لوبه کوي. ازادي سټوډیو د شپې په۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

د کندهار چارواکو په هوايي حمله کې د ملکیانو وژل کېدل رد کړل

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د پولیسو چارواکي، په معروف ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا ردوي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني آزادي راډیو ته وویل چې نړیوالو ځواکونو د معروف ولسوالۍ په خوګیاڼیو سیمه کې د وسله والو طالبانو دوه موټر په نښه کړل چې په نتیجه کې یې لس وسله وال طالبان ووژل شول. ښاغلی درانی وايي له دې حملې وروسته طالبانو د ملکي وګړو له کورونو څخه پر پولیسو حمله وکړه او د طالبانو د ډزو په نتیجه کې ۳ ښځې او یو ماشوم مړه او ۷ ښځې او یو ماشوم ټپیان شول. ... Читать дальше...

ولسمشر اشرف غني نن د بلخ ولایت حوزوي روغتون پرانیست

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني نن د بلخ ولایت حوزوي روغتون پرانیست. ولسمشر غني نن سهار د یوه دوه ورځني سفر په مخه مزارشریف ته ورسېد. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، د بلخ ۳۶۰ بستریز روغتون په پنځو پوړونو کې د ۱۵ میلیون یورو په لګښت رغول شوی او لګښت یې د جرمني حکومت ورکړی دی. په پام کې ده چې ولسمشر غني به نن د ورځې په اوږدو کې د بلخ له سیمه ایزو چارواکو او مشرانو سره په لیدو کتنو کې د شمال زون امنیتي وضیعت هم وارزوي. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر به په مزارشریف کې له ولایتي... Читать дальше...

په افغان کرکټ لیګ کې پکتیا او کابل نن خپل لومړۍ سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ یا پریمرلیګ په سیالیو کې نن د کابل او پکتیا ټیمونه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې لوبه وکړي. دا د افغانستان د غوره لیګ لومړۍ لوبه ده چې د کابل په وخت د شپې په اته نیمو بجو پیلېږي. د غوره لیګ د سیالیو په لړۍ کې چې درې اونۍ دوام کوي، د کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار او بلخ لوبډلې برخه لري. د افغانستان غوره لیګ، د نړۍ له لومړی درجه لیګونو څخه شمېرل کېږي او د تکړه افغان لوبغاړو د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د کرکټ نامتو لوبغاړي هم برخه پکې لري.

د نوبل د سولې سږنۍ جایزه دینیس او مراد وګټله

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د سولې سږنۍ جایزه کانګويي دینیس مک ویګه Denis Mukwege او یزیدۍ فعالې نادیا مراد Nadia Murad وګټله. دواړه کسان د جنسي تشدد پرضد- چې په وسله والو کړکېچونو کې د دښمن د ځپلو د وسیلې په توګه کار ترې اخیستل کېږي د هڅو په خاطر د دې جایزې ګټونکي بلل شوي. ډاکټر مک ویګه د خپل بلوغ د ژوند ډېره برخه د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د جنسي تشدد له قربانیانو سره تېره کړه او د دې ظلمونو د متضررینو علاج یې وکړ. د نوبل د سولې جایزې د کمیټې مشرې بېریت رایس اندرسن نن د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د دې جایزې ګټونکي معرفي کړل... Читать дальше...

روسیې هند ته د «S-400» توغندي ورکولو تړون لاسلیک کړ

Pa.azadiradio.com 

هند او روسیې نن د پنځه میلیارډ ډالرو په ارزښت هغه تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې روسیه هند ته د هوايي مدافعې اس څلور سوه توغندي ورکوي. دا تړون نن په نوې ډیلي کې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیرپوتین او د هند د صدراعظم ناریندر مودي د غونډې په حاشیه کې لاسیک شو.

د نواز شریف ورور شهباز شریف د فساد په تور نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د فساد پرضد د مبارزې اداره وايي چې د پنجاب پخوانی اعلی وزیر شهباز شریف نن د فساد په یو پخوانۍ قضیه کې د لاس لرلو په تور نیولی دی. د احتساب ملي ادارې چې مرکز یې په لاهور کې دی شهباز شریف په یو ساختماني ښارګوټي کې د صاف پاني په نوم د اوبو په پروژه کې د فساد د اعاوو په تړاو نیولی دی. دې ادارې نن په یوه بیان کې وویل چې شریف یې له څو ساعته تحقیقاتو وروسته ونیو. شهباز شریف چې له ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو ترمینځ د پنجاب اعلی وزیر و، تورن دی چې د استوګنې د یوې دولتي پروژې په قراردادو کې یې له خپل وظیفوي صلاحیت څخه ناوړه ګټه اخیستې ده. Читать дальше...

په روسیه کې ترافیکي پېښې لږترلږه ۱۳کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې تویر Tver ښار ته نژدې په ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۱۳ کسان مړه شوي دي. تویر د مسکو د شمال لویدیځ په ۱۸۰ کیلومترۍ کې پروت ښار دی. د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت او د سیمه ایز ترافیک د پولیسو چارواکي وايي، د پیښې قربانیان د هغه میني بوس سپرلۍ وې چې له یوه بس سره یې په لویه لاره کې ټکر وکړ. په دې پېښه کې اولس نور کسان هم ټپیان شوي دي.


Музыкальные новости
Шапка

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)





Rss.plus
50

Активиста Булатова оштрафовали на 50 тысяч рублей за дискредитацию армии




Микроавтобус столкнулся с квадроциклом в Подольске

Город заключил с инвестором договор о комплексном развитии территории в Ростокине

Её не надо бояться, за ней будущее




حمیرا حقمل: له یوې کاندیدې نه د وزیرانو د ملاتړ دوسیې څېړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي د ولسي جرګې د یوې کاندیدې نه د ملاتړ په تور د دوو وزیرانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي. د انتخاباتي شکایتونو مرستیالې او کمېشنرې حمیرا حقمل نن جمعه «تلې ۱۳مه» پر خپلې فېبسوک پاڼې لیکلي چې د دغه څېړنو پایلې به ډېر ژر له خلکو سره شریکې شي. اغلې حقمل لیکي، د ټاکونو د قانون او د ولسمشر د فرمان مطابق هر دولتي کار کوونکی او چارواکی یا نظامي چې په ټاکنو کې مداخله وکړي یا د یو نوماند په ګټه او یا زیان کمپاین وکړي د قانوني چلند سره به مخ شي. ​نوموړې... Читать дальше...

بولټن:د ایران ملاتړ لرونکو وسله والو پرضد پوځي اقدامات کوو

Mashaalradio.com 

جان بولټن د اکتوبر پر څلورمه خبریالانو ته وویل چې د ایران په اړه د امریکا تګلارې لاندې به د ایراني ملاتړ لرونکو وسله والو د پشاکولو او د هغوی د مالي ملاتړ کوونکو پرضد پوځي او غیر پوځي لارې استعمالوي.



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Булат Окуджава и мой ответ тем, кто хотел бы его «отменить»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


ATP

Даниил Медведев идет третьим в чемпионской гонке ATP, Андрей Рублев — пятый



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России