د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتنه کړې چې په کندهار او هلمند کې د وروستیو خونړیو حملو دطراحانو او عاملانو د پېژندلو اونیولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د ولسمشر لوی سلاکار، فاضل فضلي پر ټوېټر لیکلي چې دا غوښتنه حکومت پردې اساس کړې چې د طالبانو رهبري په پاکستان کې ده.
فاضل فضلي لیکلي:
"دا چې د هلمند او کندهار د بریدونو مسئولیت طالبانو اخیستی او دطالبانو رهبري په پاکستان کې اوسي، نو د دې بريدونو داصلي عاملانو اوطراحانو د پېژندلو او نیولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. "... Читать дальше...
هندي چارواکي وايي چې د مذهبي مراسمو پرمهال پرون ، جمعه د اکټوبر ۱۹مه، د خلکو یوه ډله چې د اورلوبې سیل یې کاوه، رېل ګاډي وهلې او ۵۰ تنه وژل شوي دي.
دا پېښه په امرتسر کې شوې ده.
په امرتسر کې د هند د کانګرس ګوند استازي پرتاب سنګ باجوا ویلي چې خلک د رېل ګاډي پرپټلیو د اورلوبې د سیل لپاره را غونډ شوي او پرته له دې چې درېل ګاډي ږغ واوري ، د دٌسهرې مذهبي مراسمو په ترسره کولو لګیا وو.
دٌسهره په هند کې د شیطان د تمثال د سوځولو جشن دی چې خلک اورونه بلوي، پټاقۍ الوزوي او ډولونه وهي.
دا په هند کې د رېل ګاډي د ټکر تر ټولو نړې خونړۍ پېښه ده. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، په کندهار کې امنیتي وضعیت "عادي "شوی او اضافي ځواکونه ور استول شوي دي .
د کورنیوچارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمي پرون، جمعه د اکټوبر۱۹مه، ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې د انتخاباتو د امنیت پر پلان کار روان دی:
"همدا اوس په کندهار کې امنیتي وضعیت نورمال حالت خپل کړی او تازه نفسي ، کوماندو ځواکونه ور استول شوي، زموږ هیله دا ده چې په راتلونکو ورځوکې به هلته د ټولو انتخاباتي مرکزونو امنیت ونیسو. "
نصرت رحیمي وویل چې د کندهار د امنیه قوماندانۍ د... Читать дальше...
د پيسو نړیوال صندوق او د اوکراین حکومت داسې نوې موافقه کړې چې هغه هېواد ته د څلور ملیارد ډالرو پور لار ورسره خلاصه شوې ده.
د دې موافقې تر اعلان مخکې، د اوکراین صدراعظم ولادیمیر هروشمن وویل چې د کورنیو د مصرف لپاره د ګاز نرخ به ۲۵ فیصده لوړ شي.
د مهمو اقتصادي اصلاحاتو پر لور د اوکراین د حکومت د کمزوري حکومت له امله ، د پيسو نړیوال صندوق په ۲۰۱۷ میلادي کال کې اعلان کړی و چې اوکراین ته پور نه شي ورکولائ.
خو دپیسو نړیوال صندوق پرون، جمعه داکټوبر۱۹مه، وویل چې د دوي نوې ۱۴میاشتنۍ معامله به دمالي... Читать дальше...
د کندهار د امنیه قومندان عبدالرازق تر وژنې وروسته په دغه ولایت کې انتخابات ځنډيدلي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي داسې ښکاري چې سعودي خبریال جمال خاشقجي به مړ شوی وي او لیونل مسي د ماشومانو د سرطاني ناروغیو د درملنې د یوه لوی بنسټ ډبر کېښوده.ازادي سټوډيو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق جنازه نن غرمه د کندهار ښار په خرقې مطهرې کې خاورو ته وسپارل سوه. چارواکي وايي د کورنیو چارو وزارت د پیښي سره په تړاو درې تنه نیولي او پلټنې ورڅخه پیل سوي دي.
راپور: صادق رښتینی له کندهاره
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، که د سعودي خبریال جمال خاشقچي د لادرکه کېدو په قضیه کې د سعودي چارواکو...
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په افغانستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شوي افغان سیاستوال جبار قهرمان او قوماندان جنرال عبدالرازق غایبانه جنازه وشوه.
دا جنازه د جمعې په ورځ ۲ بجې د پېښور په باچاخان مرکز کې وشوه چې د عوامي نيشنل ګوند چارواکو، پلویانو او په پاکستان کې پر ځینو افغان ډیپلوماتانو سربېره پکې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.
د دغې جنازې تر لمانځه وروسته د عوامي نينشل ګوند مرکزي جنرل سکرټر میا افتخار حسین له رسنیو سره په خبرو کې په افغانستان کې پر وروستیو ترهګریزو پېښو خواشیني وښوده... Читать дальше...
د کندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق جسد د خاورو ته سپارلو مراسم نن په کندهار ښار کې وشول.
ښاغلی رازق پرون له غرمې وروسته د کندهار د والي د ساتونکي د ډزو په حمله کې ووژل شو.
په دې حمله کې د کندهار د ملي امنيت رئیس جنرال عبدالمومن حسین خېل هم ووژل شو.
له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم نن په کابل کې د جنرال عبدالمومن حسين خېل په جنازه کې ګډون وکړ.
ښاغلي غني په دغو مراسمو کې وويل:
"د افغانستان قسم خوړولو دښمنانو هدف دا دی چې د دې ملت سپېڅلې هيلې او د خلکو... Читать дальше...
په نړۍ او بیا په هند کې د مېرمنو له خوا په رسنیو کې له مي ټو هېشټېګ سره (MeToo#)مانا (زه هم) پر نارینه وو د جنسي ځورونو تورونه اوس په پاکستان کې هم تر سترګو کېږي.
د بامیان ولایت ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دې ولايت کې د انتخاباتي موادو د انتقال پر کاروان حمله کړې ده.
د باميان والي طاهر زهېر ازادي راډيو ته وويل، طالبانو نن جمعه سهار د باميان او بغلان تر منځ په سنګپر سيمه کې په دې حمله لاس پورې کړ.
ده زياته کړه چې په دې حمله کې امنيتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی او انتخاباتي مواد د رأیې ورکولو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د چارواکو په وينا، په دې ولايت کې ۲۱۶ د رأيې ورکولو مرکزونه جوړ شوي چې شل يې له امنيتي تهديدونو سره مخ دي.
که څه هم په هېواد کې روانې نا امنۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې يوه لویه ننګونه ګڼل کېږي، خو دغه وزارتونه ډاډ...
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین ويلي چې هېواد به یې اټمي وسلې يوازې پر دغه هېواد د اټمي حملې په غبرګون کې کاروي.
پوتين دا خبره په سوچي کې د پنجشنبې په ورځ د پالېسۍ په نړيوال کنفرانس کې وکړه.
ده وويل چې مسکو به اټمي وسلې يوازې په دفاعي برخه کې کاروي او دا هم په هغه صورت کې چې که د روسیې دفاعي سېستم اټمي توغندي کشف کړل چې د روسيې پر لور وتوغول شي.
ده ادعا وکړه چې د ده هېواد هايپرسانيک توغندي جوړ کړي او دا یې هېواد ته په نظامي برخه کې برلاسي ورکوي.
د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې په يوه ټرافيکي پېښه کې شل کسان وژل شوي دي.
د قره باغ ولسوال محمد عظيم دل اقا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا پېښه د واده د یو شمېر موټرو د ټکر په نتيجه کې شوې چې تېره شپه له کابله د کاپيسا ولايت پر لور روان وو.
په پېښه کې شپاړس کسان نور ټپيان شوي دي چې د قره باغ ولسوالۍ روغتونو ته انتقال شوي دي.
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې، د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه...
د افغانستان د ملي امنيت شورا نن جمعه د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د وړانديز پر اساس پرېکړه وکړه چې په کندهار کې...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې که سعودي چارواکو واقعاً امريکا مېشتی سعودي خبريال جمال خاشوقجي وژلی وي، له شديدو نتايجو سره به مخ شي.
دا خبريال اخري ځل په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د اکتوبر د مياشتې په دوهمه نېټه ننوتی و.
د ټرمپ خبرداری په داسې حال کې دی چې ادارې يې د خاشوقجي د ورکېدو په اړه دريځ سخت کړی.
خاشوقجي د سعودي د مشرتابه منتقد و.
مخکې تر دې چې ټرمپ د اکتوبر په اتلسمه نېټه خبرې وکړې، واشنګټن اعلان وکړ چې د دې هېواد د ماليې وزير سټيفن منوچين په سعودي عربستان... Читать дальше...
په دې ويډيو کې د کندهار ولايت د چارواکو غونډه وينئ چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر سره وه. د دې ويډيو تر اخيستلو څو شيبې وروسته وسله وال کس د غونډې پر ګډونوالو ډزې پيل کړې او د امنيې قومندان جنرال رازق او د کندهار د ملي امنيت ريس مومن حسين خېل يې ووژل.
د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي په انتخاباتو کې د ګډون او نه ګډون خبره کوې.
د ازادي راډیو خبریال عبدالقدیر غفوري د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو نظرونه اخستي دي
ایډیت: لیمه هادي
د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق او ددې ولایت د ملي امنیت ریس پرون هغه مهال د والي د یو ساتونکي په ...
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس نن جمعه ویلي چې د کندهار د امنیه قوماندان وژل کېدل به د دې ولایت په امنیت کې کوم اساسي بدلون رانه ولي او نه به دغلته د امریکايي ځواکونو په ماموریت کې بدلون راشي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس په سنګاپور کې د یوه امنیتي کانفرانس تر څنګ خبریالانو ته ویلي:
"دا د رازق وژل کېدلو ته په کندهار کې د کوم داسې څه په نظر نه ګوري چې دغلته به حالاتو کې کوم ستر بدلون راشي.“
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه یې له جنرال مېلر سره چې له دې بریده روغ وتلی، خبرې نه دي کړي او د طالبانو له خوا... Читать дальше...
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په ابوظبۍ ښار کې د استرالیا د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۳۷۳ منډو ماته ورکړه وګټله.
د استرالیا او پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د ۲ ټیسټ لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د شنبې په ورځ پیل وشوه چې پاکستان پکې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د پاکستان لوبغاړو په خپلې لومړۍ پاړۍ کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو، د اوپنر فخر زمان او کپټان سرفراز احمد د ۹۴ـ۹۴ منډو پر مټ ۲۸۲ منډې جوړې کړې.
که څه هم د پاکستان لوبډلې په خپل لومړي اننګړ کې استرالیا ته د ډېرو منډو هدف... Читать дальше...
د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي په انتخاباتو کې ددې ولایت نه ګډون په اړه بیلا بیل نظرونه لري.
غزني یوازینې ولایت دی چې د ولسي جرګې انتخابات په کې نه کیږي.
د ازادي راډیو خبریال عبدالرحمان تاثیر یې ددې ولایت له یو شمېر کسانو سره غږیدلی دی.
ایدیټ: ابراهیم صافی
د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکی د شنبې د ورځ په انتخاباتو کې د ګډون په هدف بیلا بیل نظرونه لري.
د ازادي راډیو خبریال احمد شاه فطرت د یو شمېر کسانو سره خبرې کړي دي.
ایډیټ: ابراهیم صافی
پرون مازیګر د کندهار ولایت په مقر کې د یوه وسله وال ګارډ په ډزو د کندهار امنیه قوماندان او د امنیت رییس ووژل شول.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России