حمیرا حقمل: له یوې کاندیدې نه د وزیرانو د ملاتړ دوسیې څېړل کېږي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي د ولسي جرګې د یوې کاندیدې نه د ملاتړ په تور د دوو وزیرانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي.
د انتخاباتي شکایتونو مرستیالې او کمېشنرې حمیرا حقمل نن جمعه «تلې ۱۳مه» پر خپلې فېبسوک پاڼې لیکلي چې د دغه څېړنو پایلې به ډېر ژر له خلکو سره شریکې شي.
اغلې حقمل لیکي، د ټاکونو د قانون او د ولسمشر د فرمان مطابق هر دولتي کار کوونکی او چارواکی یا نظامي چې په ټاکنو کې مداخله وکړي یا د یو نوماند په ګټه او یا زیان کمپاین وکړي د قانوني چلند سره به مخ شي.
نوموړې له خلکو غوښتي چې د ورته مواردو په پيژندلو کې له دوی سره مرسته وکړي.
حمیرا حقمل په دې اړه د افغان کابینې د کوم وزیر نوم نه دی یاد کړئ.
خو د انتخاباتي شکایتونو مرستیاله حمیرا حقمل دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د افغان کابینې د روغتیا د وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز او د کرنې او مالدارۍ د وزیر نصیراحمد دراني په اړه چې له یوې کاندیدې څخه ملاتړ کړی په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه راپور ته شول.
تر دا مهاله دغه دواړو وزیرانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روانې تلې میاشتې پر شپږمه یعنې د تېرې جمعې په ورځ له غزني پرته نور په ټول افغانستان کې ولسي جرګې ته د کاندیدانو ترمنځ کمپانونه پیل شول.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو لمخې د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو لپاره ۲۵۶۵ کانديدان چې ۴۱۷ یې ښځې دې په خپلو کې سیالي کوي.