ولسمشر اشرف غني نن د بلخ ولایت حوزوي روغتون پرانیست
![ولسمشر اشرف غني نن د بلخ ولایت حوزوي روغتون پرانیست](https://gdb.rferl.org/D21EB037-1FF8-4AB8-B775-32D0727FAEB7_w800_h450.jpg)
ولسمشر اشرف غني نن د بلخ ولایت حوزوي روغتون پرانیست.
ولسمشر غني نن سهار د یوه دوه ورځني سفر په مخه مزارشریف ته ورسېد.
جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، د بلخ ۳۶۰ بستریز روغتون په پنځو پوړونو کې د ۱۵ میلیون یورو په لګښت رغول شوی او لګښت یې د جرمني حکومت ورکړی دی.
په پام کې ده چې ولسمشر غني به نن د ورځې په اوږدو کې د بلخ له سیمه ایزو چارواکو او مشرانو سره په لیدو کتنو کې د شمال زون امنیتي وضیعت هم وارزوي.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر به په مزارشریف کې له ولایتي چارواکو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو له چارواکو او منسوبینو، قومي مشرانو او مدني فعالانو سره پر لیدنو سربېره په بلخ کې درې لويې روغتیايي، تجارتي او ساختماني پروژې هم پرانیزې.