د نوبل د سولې سږنۍ جایزه دینیس او مراد وګټله
![د نوبل د سولې سږنۍ جایزه دینیس او مراد وګټله](https://gdb.rferl.org/A560C384-7FDB-4182-B4F0-073D3FCA306B_w800_h450.jpg)
د نوبل د سولې سږنۍ جایزه کانګويي دینیس مک ویګه Denis Mukwege او یزیدۍ فعالې نادیا مراد Nadia Murad وګټله.
دواړه کسان د جنسي تشدد پرضد- چې په وسله والو کړکېچونو کې د دښمن د ځپلو د وسیلې په توګه کار ترې اخیستل کېږي د هڅو په خاطر د دې جایزې ګټونکي بلل شوي.
ډاکټر مک ویګه د خپل بلوغ د ژوند ډېره برخه د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د جنسي تشدد له قربانیانو سره تېره کړه او د دې ظلمونو د متضررینو علاج یې وکړ.
د نوبل د سولې جایزې د کمیټې مشرې بېریت رایس اندرسن نن د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د دې جایزې ګټونکي معرفي کړل:
"دینیس مک ویګه هغه مرستندوی دی چې خپل ژوند یې دجنسي تشدد له قربانیانو ته ځانګړی کړ او نادیا مراد هغه شاهده ده چې له دې او نورو ښځو سره شوی تشدد یې بیان کړ، دوی دواړه په خپله طریقه د جګړې پرمهال د جنسي تشدد پر پېښو رڼا واچوله څو له عاملانو سره یې حساب کتاب وشي."
د نوبل د سولې کمیټې چې مرکز یې په ناروې کې دی، نن جمعه وویل چې مېرمن مراد د داعش ډلې د جنسي تېري او نورو ظلمونو د قرباني په توګه د خپل درد د بیانولو له لارې غیرمعمول جرات ښودلی او مک ویګه په وسله والو کړکیچونو کې د جنسي تشدد د ختمولو لپاره په مبارزه کې په کانګو او نړۍ کې د یووالي ترټولو ستر او مخکښ سیمبول دی.
نادیا مراد د داعش ډلې د وسله والو له خوا پر دې او نورو نژدې ۳ زره یزیدي نجونو او ښځو د جنسي تېري او نورو ظلمونو په اړه ښکاره خبرې وکړې.