روسیې هند ته د «S-400» توغندي ورکولو تړون لاسلیک کړ
![روسیې هند ته د «S-400» توغندي ورکولو تړون لاسلیک کړ](https://gdb.rferl.org/2B70F7F3-813E-4EED-8E0A-77A7029F1901_w800_h450.jpg)
هند او روسیې نن د پنځه میلیارډ ډالرو په ارزښت هغه تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې روسیه هند ته د هوايي مدافعې اس څلور سوه توغندي ورکوي.
دا تړون نن په نوې ډیلي کې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیرپوتین او د هند د صدراعظم ناریندر مودي د غونډې په حاشیه کې لاسیک شو.