ولسمشر غني به نن د شمال زون له امنیتي چارواکو سره غونډې وکړي
![ولسمشر غني به نن د شمال زون له امنیتي چارواکو سره غونډې وکړي](https://gdb.rferl.org/5452D091-5373-43C0-A603-E55E4C816E2A_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشر، محمداشرف غني به نن ، شنبه، د بلخ ولایت له ټولو ولسوالانو او د شمال زون له امنیتي چارواکو سره جلا – جلا غونډې وکړي.
ولسمشر اشرف غني پرون بلخ ته ولاړ.
د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد پرون ازادي راډیوته وویل چې جمهور رئيس به نن همدا راز په یوه لویه ولسي غونډه کې چې تر ۲۰۰۰ زیات کسان ور بلل شوي، وینا وکړي :
" ولسمشر به په دې غونډه کې پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت ، پر فرهنګي مسایلو او همدا راز دبیا رغونې اوپراختیايي پروژو په اړه له خلکو سره خبرې وکړي" .
د افغانستان ولسمشر دجمعې په ورځ په مزارشریف کې یو روغتون پرانیست .
ولسمشر او د هغه مېرمنې پرون په بلخ کې د ښځو له یوشمېر استازو سره د هغوي پر سیاسي او ټولنیزو ستونزو خبرې وکړې.