د عفوې نړیوال سازمان: په انګوشیتیا کې سوله ائیزې غونډې جوړول د خلکو حق دی
![د عفوې نړیوال سازمان: په انګوشیتیا کې سوله ائیزې غونډې جوړول د خلکو حق دی](https://gdb.rferl.org/9E518683-8572-4286-8269-F04FE7A4A168_w800_h450.jpg)
د عفوې نړیوال سازمان د روسیې د شمالي قفقاز په انګوشیتیا سیمه کې چې زرګونه کسانو مظاهرې پېل کړې، له اعتراض کونکو سره د پولیسو د سخت چلند د امکان په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د انګوشیتیا په مرکز ، مګاس کې پرون، جمعه داکټوبر ۵مه، څو زره کسانو له چیچنیاسره د ګډې پولې په اړه د خپل سیمېز پارلمان د پرېکړې پر ضد مظاهره وکړه.
په مګاس کې تر دې یوه ورځ مخکې هم زرګونه اعتراض کونکي د سیمېز پارلمان د ودانۍ مخې ته چې وکیلانو له چېچنیا سره د پولې د وېش پر پلان رایګیري کوله، را غونډ شوي و او د هغوي له پرېکړې سره یې مخالفت څرګند کړ.
د رپوټونو پر اساس، زرګونه پولیس د انګوشیتیا په مرکز کې د اعتراض ځاي ته استول شوي دي.
دعفوې نړیوال سازمان پرون، جمعه ، په یوه بیان کې ویلي چې سوله ائیزې غونډې جوړول او لاریونونه د خلکو حق دی .
دبشري حقونو دې مدافع سازمان، په انګوشیتیا کې پر چارواکو ږغ کړی چې د اعتراض کونکو پر ضد دي له زوره کار نه اخلي.
د چېچنیا مشر، رمضان قدیروف مخکې په انګوشیتیا کې اعتراض کونکو ته ګواښ کړی و او خبرداری یې ورکړی و چې "حساب" به ورسره وشي.