دُرانی: په کندهار کې جګړې ۱۳ وسله وال او پنځه پوليس وژلي
![دُرانی: په کندهار کې جګړې ۱۳ وسله وال او پنځه پوليس وژلي](https://gdb.rferl.org/66F16152-629C-43C0-8FFB-75323A8BF160_w800_h450.jpg)
په کندهار کې د وسلهوالې جګړې په نتيجه کې ۱۳ وسله وال او پنځه پوليس وژل شوي دي.
چارواکي وايي، جګړه وروسته له هغې پيل شوه چې وسله والو تېره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په جهانګيري سیمه ډله ييز بريدونه وکړل.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دُرانی وايي، په سيمه کې له نورو ځايونو مرستندوى ځواکونه ورسېدل:
"د سهار تر څلورو بجو وتوانېدل ١٨ وسله وال ټپيان او ١٣ ووژني، په متقابل کې بريد کې ٣ سرحدي پوليس او ٢ ملي پوليس شهيدان شوي دي."
دُراني وویل چې وسله والو نن سهار خپل مړي او ټپيان د ډيورنډ کرښې ها غاړې ته اړولي دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.