يوناما: په تېرو ٩ مياشتو کې ملکي مرګ ژوبله زياته شوې
د ملګرو ملتونو سازمان د دولت له ټولو مخالفانو هيله وکړه، چې د ملکيانو د تګ راتګ پر لارو د منفجره وسايلو له کارونې ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما نن په يوه ځانګړي راپور کې وويل، د دغو منفجره وسايلو په نتيجه کې په تېرو ٩ مياشتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو د دغه راپور د خپرېدو په مناسبت وويل: په لوى لاس د ملکيانو په نښه کول جنګي جنايت او د زغملو نه دى.