پامپيو: له جيم جونګ اون سره مې کتنه مثمره وه
![پامپيو: له جيم جونګ اون سره مې کتنه مثمره وه](https://gdb.rferl.org/312A6FD5-0681-4863-B751-51CC349485C2_w800_h450.jpg)
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره خپل بحثونه ”مثمر“ بللې او ستايلي يې دي.
ويل کېږي په نننۍ کتنه کې له اټومي وسلو د کوريا ټاپووزمې تصفيه او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کيم جونګ اون ترمنځ د دويمې سرمشريزې تابيا د اجنډا په سر کې وه.
پامپيو په ټويټر کې ليکلي چې پيونګ يانګ ته يې له کيم سره د کتنې لپاره ښه سفر درلود.
ولسمشر ټرمپ له کيم جونګ اون سره په جون مياشت کې په سينګاپور کې کتلي وو.