پاکستان له دوشنبې په جلال اباد کې خپله کونسلګري بیا پرانیزي
![پاکستان له دوشنبې په جلال اباد کې خپله کونسلګري بیا پرانیزي](https://gdb.rferl.org/74D29327-2633-4515-AD1B-C5FF8BC6BF8A_w800_h450.jpg)
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اکتوبر په اوومه پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، د افغان چارواکو تر ډاډګېرنې وروسته یې د دې اقدام پرېکړه کړې او د دوشنبې پر ورځ خلک کولای شي چې د ویزو لپاره کونسلګرۍ ته ورشي.