د شهباز شریف پر ګرفتارۍ بېلا بېل ګوندونه جلا نظرونه لري
![د شهباز شریف پر ګرفتارۍ بېلا بېل ګوندونه جلا نظرونه لري](https://gdb.rferl.org/EB95D5A5-87A0-41D2-BC4E-CED01DB35B44_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې د احتساب عدالت په امر د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر شهباز شریف په نیول کېدو بېلا بېلو سیاسي ګوندو غبرګونونه ښکاره کړي دي. احتساب عدالت د اکتوبر په شپږمه، شهباز شریف د درغلیو په تور د لسو ورځو په ریمانډ د احتساب قامي ادارې یا نېب ته حواله کړی دی.