ولسمشر محمد اشرف غني په لشکرګاه کې نننۍ حمله وغندله
ولسمشر محمد اشرف غني په لشکرګاه کې ننۍ حمله وغندله.
په لشکر ګاه کې نن، سې شنبه د اکټوبر ۹مه، تر غرمې وروسته، ولسي جرګې ته د کاندید صالح محمد اڅکزي د انتخاباتي کمپاین په غونډه کې انتحاري حمله وشوه.
په حمله کې د کاندید صالح محمد اڅکزي په ګډون ۸ تنه وژل شوي او ۱۱ نور زخمیان شول.
د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني نن په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې هغه افغانان به چې پر ولسواکۍ باور لري، تروریستانو ته اجازه نه ورکوي چې د انتخاباتو بهیر ټکنی کړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د کاندیدانو او رایې ورکونکو د امنیت ټینګولو ته پام وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یماماتو نن پر افغانانو ږغ وکړ چې په انتخاباتوکې ګډون وکړي او د خپلې راتلونکې د انتخاب لپاره له خپله حقه دفاع وکړي.