پاکستان به له «IMF» او له دوستو هېوادونو ۱۲میلیارډ ډالره وغواړي
![پاکستان به له «IMF» او له دوستو هېوادونو ۱۲میلیارډ ډالره وغواړي](https://gdb.rferl.org/38AD9A33-2E93-45D5-AAA6-46386302D858_w800_h450.jpg)
د پاکستان صدراعظم وایي، هېواد به یې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق «IMF» او هم له دوستو هېوادونو د شاوخوا ۱۲ میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه وکړي چې د خپلو پورونو ورکولو په برخه کې را ولاړې شوې ستونزې هوارې کړي.
عمران خان دغه څرګندونې پرون چهارشنبې په یوه ټلوېزیونې وینا کې وکړې او ویې ویل چې د پاکستان د بودجې کسر دا مهال بې ساري حد یعنې ۱۸ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی او د دې هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې هم تېره میاشت اته میلیارډ او ۴۰۰ میلیون ډالرو ته را لوېدلی چې د ده وینا ډېره ګرانه ده چې د روان کال تر پایه د اخېستل شوېو پورونو ټول لګښتونه پوره کړو.
عمران خان زیاته کړه، د خپلو پورونو د قسطونو د ورکولو لپاره کافي ډالر نه لرو، نو ځکه مو له بحثونو وروسته پریکړه وکړه چې «IMF» او دوستو هېوادونو ته د مرستې لاس ور اوږد کړو.
د پاکستان صدراعظم د هېوادونو نومونه وانهخېستل خو په تېرو وختونو کې چین او سعودي عربستان چې د پاکستان نېژدې متحدین بلل کېږي، له دې هېواد سره مالي مرسته کړې ده.
عمران خان وویل، پاکستان د لسو تر دولس میلیارډ ډالرو پورې مرستې ته اړتیا لري او په بودجه کې د ۱۸ میلیارډ ډالرو کسر یې هم د مخکیني حکومت ډالۍ وبلله.