صیاد: انتخاباتي مرکزونو ته تر سبا د بایومټریک وسایل انتقالېږي
![صیاد: انتخاباتي مرکزونو ته تر سبا د بایومټریک وسایل انتقالېږي](https://gdb.rferl.org/A3E17D86-298C-4373-832D-E23D77878D76_w800_h450.jpg)
تمه ده چې د افغانستان انتخاباتي مرکزونو ته تر سبا پورې د بایو مټریک د سیستم ټول وسایل انتقال شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته وویل:
"انشاءالله ځیني د هوا او ځیني هم د ځمکې له لارې انتقالېږي او د جمعې په ورځ به د افغانستان ټولو ولایتونو ته زموږ انتقالات بشپړ شي."
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا د بایو مټریک د ستګاوو د استعمالولو لپاره دوه زره تنه روزل شوي او د ولسي جرګې د انتخاباتو تر ورځې به شااوخوا ۲۰ زره کسان وروزي.
ټاکل شوې ده چې د تلې په ۲۸مه د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.