د روسیې یو لوړپوړی څېړونکی په ډزو وزل شوی
![د روسیې یو لوړپوړی څېړونکی په ډزو وزل شوی](https://gdb.rferl.org/A978C651-4B7B-48C3-8146-768DD59689AB_cx0_cy32_cw43_w800_h450.jpg)
د روسیې یو لوړپوړی څېړونکی چې د اقتصادي جرايمو او اداري فساد قضيې پر مخ وړي، د مسکو په سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.
د تحقيقاتي کمېټې د مسکو څانګې روسي رسنيو ته ويلي چې ډګروال يوګينيا شيشکينا پرون په ارخانګيلسوکیوی ښار کې د خپل اپارتمان مخې ته په غاړه کې په ډزو ويشتل شوې ده.
د تحقيقاتي کمېټې رئيسې اولګا ورادي وويل، مېرمن شيشکينا تهديد شوې وه او څو مياشتې مخکې يې موټر ته اور ورته شوی وو.
د روسیې تحقيقاتي کميټې په اعلاميه کې ويلي چې د دې کمېټې رئيس الکساندر راستريکين د مېرمن شيشکينا د وژلو تحقيقات شخصاً په خپله په لاس کې اخېستي دي.