عبدالله: ترورېزم سره مبارزه د ټولې سیمې کلکې همکارۍ ته اړتیا لري
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن جمعه د اکټوبر۱۲مه په تاجکستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان غونډې ته په وینا کې وویل چې له ترورېزم سره مبارزه د ټولې سیمې نېږدې او کلکې همکارۍ ته اړتیا لري.
عبدالله عبدالله پرون تاجکستان ته ولاړ.
د شانګهاي د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې جوړ شوی چې روسیه، چین، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا ۴ جمهوریتونه یې غړي دي.
ایران، افغانستان، بېلاروس او منګولیا پهدې سازمان کې څارونکي دي.