پاول په «م.م» کې د امریکا د استازیتوب د مسوولیت له اخېستو انکار کړی
![پاول په «م.م» کې د امریکا د استازیتوب د مسوولیت له اخېستو انکار کړی](https://gdb.rferl.org/F3C974A0-EE28-4B76-A739-26EFB038634F_w800_h450.jpg)
د وال سټريت یوې پېژندل شوې څېرې، دینا پاول په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازیتوب د مسوولیت له اخېستلو انکار کړی دی.
اسوشیټېډ پرېس او رویټرز خبري اژانسونو پرون، پنجشنبه د اکټوبر۱۱مه، د سرچنیو په حواله وویل چې سپینې ماڼۍ دینا پاول د نیکې هېلې پرځای کارکولو ته غوره کړې وه.
خو رپوټونه وايي چې دینا پاول د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه ېې مننه کړې چې د ملګروملتونو په سازمان کې یې د امریکا د استازیتوب لپاره غوره بللې، خو ورته ویلي یې دي چې غواړي په وال سټریټ کې پاتې شي.
وال سټريټ د امریکا تر ټولو ستر او مهم مالي مارکېټ دی چې د متحدو ایالاتو د مالي سیسټم د ملا تير بلل کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نېکې هیلې د اکټوبر په ۹مه استعفی وکړه.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دې چوکۍ لپاره يې پر کاندیدانو غور پېل کړی دی.