تېره اوونۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۷۰ عملیاتونه کړي
تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو اویا عملیات وکړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، په لسو ولایتونو کې د څو عملياتو په ترڅ کې لسګونه کیلو ګرامه نشهيي مواد او قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
ښاغلي یادګاري زیاته کړه:
"د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې اویا عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۷۵۳ کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول او پهدې تور یې ۸۷ کسان هم ونیول."