په مخدره موادو یو شمېر روږدي له درملنې خوښ نه دي
![په مخدره موادو یو شمېر روږدي له درملنې خوښ نه دي](https://gdb.rferl.org/a683235d-c912-4601-acbd-bc95840525f3_tv_w800_h450.jpg)
په کابل کې د یکشنبې په ورځ نږدې درې سوه په مخدره موادو روږدې د درملنې لپاره د امید کمپ ته ولیږدول شول.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایې چې په درې کلونو کې په مخدره موادو د روږدو شاه خوا پنځلس زره کسانو درملنه شوې ده.
د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې اړه ویډیویي راپور چمتو کړی.