د چک جمهوریت وايي، په افغانستان کې یې ۵ عسکر ټپيان شوي
![د چک جمهوریت وايي، په افغانستان کې یې ۵ عسکر ټپيان شوي](https://gdb.rferl.org/5D9F4145-9A6A-46FB-9552-158371850666_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د چک جمهوریت د دفاع وزارت تائید کړه چې په افغانستان کې یې پنځه عسکر زخمیان شوي دي.
د چک جمهوریت د دفاع وزارت نن پنجشنبه د اکټوبر۱۸مه، وویل چې په بګرام کې پرون د دوی د عسکرو د ګزمې پر موټر انتحاري حمله وشوه او پنځه عسکر یې زخمیان شوو.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوعسکر یې ډېر زخمي شوی و، په بېړني ډول عملیات شوی او له خطره وتلی دی.
دحملې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.
د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار اسوشیتد پرېس ته ویلي چې پرون په بګرام ولسوالۍ کې په دې حمله کې دوه ملکي افغانان هم وژل شوي او درې زخمیان شوي دي.
د اګست په ۵مه، په پروان کې په انتحاري حمله کې درې چک عسکر وژل شوي وو.