د پاکستان حکومت د فاټا لپاره ځانګړې بوديجه اعلان کړه
![د پاکستان حکومت د فاټا لپاره ځانګړې بوديجه اعلان کړه](https://gdb.rferl.org/1AC4AFC0-D324-454A-BAA3-0CF9D794F0A4_w800_h450.png)
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې فاټا ته به د قامي مالياتي کميسيون له پيسو څخه درې سلنه برخه ورکوي. بلخوا به د فاټا انتظامي دفتر فاټا سېکريټېريېټ له منځه وړل کېږي او د دې سيمو ټولې انتظامي چارې به د خېبر پښتونخوا وزيراعلا سېکريټېريېټ پرمخ وړي.