د پاکستان حکومت د موبايل ټليفون راجسټرولو لړۍ وځنډوله
![د پاکستان حکومت د موبايل ټليفون راجسټرولو لړۍ وځنډوله](https://gdb.rferl.org/86616BFD-4506-45F3-A01F-61623070B8E1_cx17_cy0_cw76_w800_h450.jpg)
د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د موبايل ټليفونونو د راجسټرولو لړۍ تر نامعلومې مودې غځولې ده. دا پرېکړه د پاکستان مخابراتو ادارې نن تر هغه وروسته وکړه چې پر موبايل کاروباريانو سربېره د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د انفارمېشن ټېکنالوجي کمېټيانو دا عمل غېرقانوني او د ولس په تاوان وباله.