د خاشوقجي په اړه سعودي عربستان ته د ټرمپ خبرداری!
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې که سعودي چارواکو واقعاً امريکا مېشتی سعودي خبريال جمال خاشوقجي وژلی وي، له شديدو نتايجو سره به مخ شي.
دا خبريال اخري ځل په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د اکتوبر د مياشتې په دوهمه نېټه ننوتی و.
د ټرمپ خبرداری په داسې حال کې دی چې ادارې يې د خاشوقجي د ورکېدو په اړه دريځ سخت کړی.
خاشوقجي د سعودي د مشرتابه منتقد و.
مخکې تر دې چې ټرمپ د اکتوبر په اتلسمه نېټه خبرې وکړې، واشنګټن اعلان وکړ چې د دې هېواد د ماليې وزير سټيفن منوچين په سعودي عربستان کې د لوړې کچې د پانګونې په يوه کنفرانس کې خپل ګډون لغوه کړ.
د بهرنیو چارو وزير مايک پامپيو هم د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان ته خبرداری ورکړی چې د عربستان د راتلونکي مشر په توګه د ده اعتبار له خطر سره مخ دی.
د خاشوقجي په قضیه کې پر محمد بن سلمان هم سخت انتقادونه شوي دي.
پامپيو چې سعودي عربستان او ترکيې ته يې د دې قضيې په اړه د خبرو په خاطر سفرونه وکړل، ويلي چې سعوديانو ته باید يو څو نورې ورځې هم ورکړل شي چې په دې اړه پلټنې بشپړې او علني اعلان کړي او تر دې مخکې چې امریکا پرېکړه وکړي څه وړ عکس العمل وښيي.