د پيسو نړیوال صندوق د اوکراین سره یوه نوې موافقه لاسلیک کړ
د پيسو نړیوال صندوق او د اوکراین حکومت داسې نوې موافقه کړې چې هغه هېواد ته د څلور ملیارد ډالرو پور لار ورسره خلاصه شوې ده.
د دې موافقې تر اعلان مخکې، د اوکراین صدراعظم ولادیمیر هروشمن وویل چې د کورنیو د مصرف لپاره د ګاز نرخ به ۲۵ فیصده لوړ شي.
د مهمو اقتصادي اصلاحاتو پر لور د اوکراین د حکومت د کمزوري حکومت له امله ، د پيسو نړیوال صندوق په ۲۰۱۷ میلادي کال کې اعلان کړی و چې اوکراین ته پور نه شي ورکولائ.
خو دپیسو نړیوال صندوق پرون، جمعه داکټوبر۱۹مه، وویل چې د دوي نوې ۱۴میاشتنۍ معامله به دمالي مرستې د هغې بستې ځاي ونیسي چې اوکراین ته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ورکړ شوې وه.
دپیسو نړیوال صندوق ویلي چې دا موافقه باید د روان کال په پاي کې د دې ادارې د رهبرۍ پلاوی تائید کړي.
د دې پلان تائید به د اوکراین له پارلمان سره د ۲۰۱۹ میلادي کال د بودجې په پلان کې مرسته وکړي چې د پيسو د نړیوال صندوق د کارپوهانو د وړاندیزونو پر اساس به جوړېږي.
د پيسو د نړیوال صندوق د کارپوهانو یو اساسي وړاندیز په کورونوکې د مصرف لپاره د ګاز د بیې لوړېدل و. د اوکراین صدراعظم پرون د ګاز د بیې د لوړېدو د اعلان پر وخت وویل: موږله دې پرته بل انتخاب نه لرو ، باید د ډېر سخت حالت مخنیوی وکړو.