اسلام اباد د کندهار د پېښې په اړه د افغان ولسمشر ادعا رد کړه
اسلام اباد د افغان ولسمشر هغه ادعا چې وایي، د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال رازق برید په پاکستان کې پلان شوی وو، رد کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې تر اوسه له پاکستان سره د دې ادعاوو د ثابتولو لپاره قوي شواهد او استخباراتي معلومات نه دي شریک شوي.
تردې یوه ورځ دمخه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د کندهار پر پخواني امنیه قوماندان د تېرې اوونۍ برید په پاکستان کې طراحې شوي دي.
د اکتوبر پر ۱۸مه یوه کس چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و په کندهار کې د یوې امنیتي غونډي پر مهال د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د دې ولایت د استخباراتو مشر عبدالمومن حسین خېل او یو خبریال په ډزو ووژل.
امریکایي جنرال جیفري سمایلي هم د هغو ۱۳ کسانو په لېست کې دی چې په هغې پېښې کې ټپیان شوي دي.
په افغانستان د ناټو او امریکایې ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم په هغې غونډه کې وو، خو زیان نه دی ورته رسېدلی.
افغان ولسمشر د سې شنبې په ورځ کندهار ته د سفر پرمهال ویلي چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی او له پاکستانه یې غوښتي چې د دې پېښې عاملین افغانستان ته وسپاري.
کابل او واشنګټن په وار وار پاکستان تورن کړی چې په خپله خاوره کې یې یاغیانو ته ځای ورکړی دی، خو اسلام آباد دا تورونه رد کړي دي.